Banner

غــزل؛ سـیـد فخـرالدین هاشمي

30.12.2013 16:46


خوږې ! زړه مې بیا په خپل قالب کې تـنګ دی
خوږې ! کړې یې د تـــورو ستـرګو جنګ دی
ژوند مې شمعه په خپل ځان بانـــدې را څــاڅي
خـوږې ! وړې یـــې آزار د کــوم ملـــنــګ دی
خوږې ! بیا بـــه د خپــل سېــورې لاندې ژاړم
خـوږې ! بیا دې بــــدل کړي را نه څنـــګ دی
خوږې ! ټول اوجود مې پاڼه غــوندې رېــږدي
خوږې ! بیا دې د بنــګــړیــو شور شرنـګ دی
خوږې ! ګـــوره شاعـــري ده تــوري ناڅـــي
خوږې ! خیال مې په یادونوکې ټول رنګ دی
خوږې ! نور درپــســې څـنګه ځــان تـبا کــړم
یــو لوړ قــد لکه لـمــر ګلـــی داسې ړنګ دی
خوږې ! څه وکــړم د جنګ سـړی که نه شوم
خوږې ! پاک مې له بلا زړو څـخـه زنګ دی
اوس دې نه شته په اوربل کې خــوشبویـــاني
خوږې ! خښ دې چې په خـاوروکې لـونګ دی
*********
کابل ــــ شمشاد تلویــزیون حمل / ۱۳۹۲


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.